په لغمان ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۵۴
544

د لغمان ولایت پوهنې ریاست، د پوهنې وزارت د کړنلارې پر بنسټ، په یاد ولایت کې له ۱۶۵ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.
د پوهنې ریاست چارواکو  له دغې پروسې څخه د څارنې پرمهال، د پورته ذکر شویو ازموینو ترسره کولو پروسه مثبته وبلله او دا یې د راستنېدونکو لپاره د تعلیمي شرایطو برابرولو په لور یو مهم او بنسټیز ګام وباله.
د یادونې وړ ده چې، دغه پروسه د اووم څخه تر یوولسم ټولګي پورې د غوښتونکو لپاره ترسره او بریالي کسان به په اړوندو ټولګیو کې شامل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایي چې د دغې ازموینې لپاره ۱۳۰ تنو ماشومانو نوم. . .

BACK TO NEWS