په لغمان کې د ښوونکو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۱۵:۴۸
په لغمان کې د ښوونکو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پوهنې وزارت_لغمان: د تلې ديارلسمه د ښوونکو نړيواله ورځ د لغمان ولایت د پوهنې رياست لخوا د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
په هغه غونډه کې چې د ښوونکو د نړیوالۍ ورځي په وياړ د پوهنې رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه غونډې تابيا وکړه ، دلغمان د پوهنې رئيس عبدالله حميدي ګډونوالو ته له ښه راغلئ وروسته د ښوونکي پر مقام او منزلت وغږيد ، ښوونکى يې بې ازاره ولې خير رسونکى بشر وباله ، د هرډول احترام او شفقت وړ يې ياد کړ ، د ولايت قدرمن مقام ، د پوهنې د وزارت محترم مقام ، په ملي شورا کې د ولس له درنو استازو او له جلالتماب ولسمشر څخه يې غوښتنه وکړه چې دښوونکي معاش نهايت کم دى ، نسبت هغو لوړو مقاماتو ته چې ددولت په لوړو په پوسټونو دندې اجراء کوي برسيره پر دې چې يو معلم او ښوونکي تر دغه منسبه رسولي ، دپوهنې رئيس د ښوونکو غصب شويو استوګنيزو نمرو په تړاو خپله انديښنه شريکه کړه هم يې د ولايت مقام له رهبري او امنيتي ادارو څخه غوښتنه وکړه ترڅو داستونزه حل او ښوونکو ته په ډير احترام د هغوې نمرې ور وسپارل شي .
د پوهنې تدريسي مرستيال د پوهنې د وزير جلالتماب دوکتور ميرويس بلخي پيغام ددې ورځې په تړاو ولوست.
ورپسې د ولايت مرستيال والي الحاج شهزاده مظلوميار خبرې وکړې خپل ټول امکانات يې يې د ښوونکو په خدمت کې نذرانه وبلل ، نوموړي ښوونکې د ډير شفقت وړ وباله ، ښوونکى يې د ټولنې معمار ياد کړ ، د ټولنې د بقاء روح يې ياد کړ ، ښوونځي يې د ولسونو دويم کور په توګه ياد کړل او زياته يې کړه چې ښوونځي په ولسي ونډې ودانې دي ، نو په کار ده چې ښوونځي په خپلو ونډو ودان کړئ او وه يې ساتئ .
ولايتي شورا کې د ولسونو استازي الحاج محمد ظاهر حسين خيل خبرې وکړې ، او د ښوونکو د غږ رسولو وعده يې وسپارله وه يې ويل له هرې ممکنه لارې به د لغمان د ښوونکو د ستونزو غږ تر لوړو مراجعو رسوي .
له مقالو او ترانو وروسته هغه ښوونکو چې له ځانه وړتيا ښودلې وه د پوهنې جليله وزارت ، د افغانستان اجرايه محترم رياست او د لغمان ولايت قدرمن مقام له لوري په ستاينليکونو ووياړل شول .
ستاينليکونه،او ډالۍ ګانې د مرستيال والي الحاج شهزاده مظلوميار،د ولايت مقام مالي مالي اداري رئيس انجنير مبارک شاه ابراهيمي ،د ولايتي داستازي الحاج محمد ظاهر حسين خيل د پوهنې رئيس عبدالله حميدي او نورو مخورو مشرانو په لاسونو وويشل شوې.
او هم د پوهنې رياست د مقام له لوري هم په ځانګړو ډاليو ونازول شول .
غونډه په دعايې پاى وموند .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د درسي ټولګیو او يو محراب جومات جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په «کنډي‌میل» سیمه کې د تحسین‌القرآن دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې، د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، پر ۷ جریبه ځمکه د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یاد. . .

BACK TO NEWS