په لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي رغنیزې چارې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۵:۲۸
شیبزط

د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ اړوند د عبادالله په کلي کې د شهید محمد انور لومړني ښوونځي جوړولو کارونه، د شاوخوا ۲ مېلیونه ۸۵۰ زره افغانیو په لګښت د پوهنې چارواکو په حضور کې پیل شول.

دغه پروژه چې پکې شپږ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، څلور تشنابونه او نور اړین ملحقات شامل دي، د یو خیریه بنسټ لخوا تمویلېږي.

د یادونې وړ ده چې پورته ذکر شوی ښوونځی ۱۴ کاله د مخه پرته له ودانۍ جوړ او اوسمهال یې په بشپړېدو سره د سلګونو زده‌کوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال چمتو شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS