په لوګر ولایت کې د ۲۱،۹ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړې شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۲۹
asfdasd

د لوګر ولايت پوهنې رياست د خبرپاڼې له مخې: د یاد ولايت په مرکز پل علم ښار کې د ملک شير احمد کوچي او شلوک او په بره کي برک ولسوالۍ کې د مومندو او شيخانو ښوونځيو د ترمیم او بیارغونې چارې د یو همکار بنسټ په همکارۍ د ۲۱،۹ مېلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول.

د يادو پروژو د پرانیستنې په مراسمو کې د پوهنې رئيس الحاج عبدالرحمن حميدي، مسئولينو، د ولایت مقام مرستیال مولوي محمد انور دين پرور، یو شمېر دیني علماءکرامو، فرهنګیانو او قومي مخورو حضور درلود.

د پوهنې مسئولينو د معلوماتو له مخې: د يادو بنسټونو د بيارغونې په پروژو کې د احاطوي دېوالونو جوړول، د پاکو اوبو څاګانو کيندل، د لمريزې برېښنا د سيسټم نصبول، د ښوونځيو د انګړ کانګرېټ کول او داسې نور شامل دي.

مسئولینو په خپلو خبرو کې د هېواد د ماشومانو لپاره د پوهنې وزارت پراختیايي پلانونو ته په اشارې سره، د زده کړو په برخه کې د لازیاتو آ سانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ.

له بلې خوا د سیمې اوسیدونکو د هېواد بچیانو ته دزده کړو د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې، د پوهنې وزارت د مشرتابه او مسئولینو له هلو ځلو مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د سرپل ولایت ښوونځیو لپاره د ۶۰۰ پایو مېزونو او څوکیو وېش لړۍ پیل شوه

د سرپل ولایت پوهنې ریاست د خبرپاڼې له مخې، په دې وروستیو کې د دغه ریاست له خوا د زده کوونکو لپاره د زده کړو آسانتیاوو برابرولو او د ښوونځیو د اړتیاوو پوره کولو په موخه، ۳۰۰ پایې مېزونه. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۴:۸
Background image

په کندز ولایت کې د شمال زون د ښوونکو روزنې او مسلکي پراختیا ۵۴۸ تنو علمي غړو لپاره د وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل شو

د کندز ولایت پوهنې ریاست کې د بدخشان، تخار، بغلان او کندز ولایتونو د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاستونو ۵۴۸ تنو علمي غړو لپاره "د افکارو روښنایۍ ښوونیز او لارښود پروګرام" تر. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ پوهنې آمریت نوې ودانۍ د یو مېلیون افغانیو په لګښت پرانیستل شوه

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ کې د پوهنې آمریت اداري دفتر ودانۍ رغنیزې چارې چې څه موده وړاندې د یو مېلیون افغانیو په لګښت پیل شوې وې بشپړې او د پوهنې مسئولینو، ښوونکو او د ښوونځیو مدیرانو. . .

BACK TO NEWS