په لوګر ولایت کې د ۴۳ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۶۱ تعلیمي پروژو  بیارغونې کارونه روان دي

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۲۱
1465

د لوګر ولایت پوهنې چارواکو په وینا، په یاد ولایت کې د ۶۱ تعلیمي مرکزونو د بیارغونې او ترمیم چارې روانې دي، چې له ۷۰ تر ۹۰ سلنې پورې یې رغنیزې چارې روانې دي او په راتلونکو څو ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د پروژو لګښت شاوخوا ۴۳ مېلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د پوهنې وزارت د ملاتړکوونکو ادارو څخه د یوې ادارې لخوا تمویلېږي.
د یادونې وړ ده، چې په پورته ذکر شویو پروژو کې د څښاک پاکو اوبو څاګانې کیندل او تجهیز، د لمریزې برېښنا سیسټمونه نصبول، د احاطوي دېوالونو رغول، د درسي خونو ترمیم او د ودانیو بیارغونه او نور شامل دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS