په لوګر ولایت کې د ۷ با به ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستل شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۵
545614

د لوګر ولایت په برکي برک، چرخ او خروار ولسوالیو د ۷ بابه ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ، د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ سره د ۷۵ مېلیون افغانیو په ټولیز لګښت جوړې شوې، چې د پوهنې رهبرۍ، د ولایتي ادارې د چارواکو، نورو سیمه ییزو ادارو او د یو شمېر علماءکرامو په جضور کې په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

پورته ذکر شوې ودانۍ، چې په اساسي ډول جوړې شوې دي، هره یوه یې شپږ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، سل سېټه مېزونه-څوکۍ، د څښاک پاکو اوبو منظم سیسټم، لمریزې برېښنا شبکه، تشنابونه او نورو اړین لوازم لري.

د لوګر ولایت پوهنې چارواکو په وینا، د دغې ودانیو په رغېدلو سره، د دې ښوونځیو له ۲۱۰۰ څخه زیاتو زده‌کوونکو سالم ښوونیز چاپېریال رامنځته شو.

د پوهنې مسئولینو، یو شمېر سیمه ییزو چارواکو او دیني علماءکرامو په خپلو ویناوو کې د پوهنیز وضعیت لاښه والي په برخه کې د پوهنې وزارت له هڅو ستاینه وکړه.

همدارنګه، څه موده وړاندې هم په لوګر ولایت کې د ۸۱ مېلیونه افغانیو په لګښت ۷ بابه ښوونځي جوړ او فعال شوي وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS