په لوګر کې د یوه ښوونځي د زده کوونکو تر منځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۱ - ۱۳:۲۱
په لوګر کې د یوه ښوونځي د زده کوونکو تر منځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر په مرکز پل علم پورې اړوند د کلنګار جهادي د هلکانو لېسې د ۱۵ ټیمونو تر منځ د فوټسال ټورنمنټ پیل شو.
دغه ټورنمنټ د پوهنې ریاست د بدنې روزنې او سپورټ مدیریت له خوا جوړ شوی ، چې ۲۰ ورځې دوام کوي. 
په دې ټورنمنټ کې  د یادې لېسې د فوټسال ۱۵ ټیمونو او ۱۸۰ لوبغاړو ګډون کړی، چې هره ورځ دوه  لوبډلې سره لوبېږي.
د دغو سیالیو د جوړولو موخه په یاد ښوونځي کې د فوټسال لوبې ته پرمختګ ورکول او هم د فوټسال د غوره لوبغاړو معلومول دي.
د یادونې وړ ده، چې د لوګر د ښوونځیو د زده کوونکو تر منځ له دې مخکې هم د والیبال، فوټبال، کرکټ او فوټسال سیالۍ جوړې شوي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS