په محرومو سیمو کې د ښوونې او روزنې د زمیني چمتو کول د پوهنې وزارت لپاره لومړیتوب لري

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۵ - ۱۹:۴۷
فراهم نمودن زمینه‌ی تعلیم و تربیه در مناطق محروم در اولویت کاری وزارت معارف قرار دارد

د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي، د ډایکنډي ولایت والي ضیا همدرد، د دغه ولایت د پوهنې رییس او په ملي او ولایتي شوراګانو کې د دغه ولایت له یو شمیر استازو سره د پوهنې وزارت په مرکزي دفتر کې وکتل.

د دي غونډې په جریان کې په ډایکنډي ولایت کې د پوهنې د پرمختګ، د پوهنې ستونزي او د ښوونځیو د ودانیو جوړول، د حق‌الزحمه ښوونکو ګمارنه، د نوي تشکیلاتو او نورو اداري مسایلو په اړه تفصیلي خبرې وشوې.

د ډایکنډي ولایت د ښوونې او روزنې ریاست رییس، د زده کړې په برخه کي د دغه ولایت د خلکو علاقې ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د ډایکنډي ولایت د پوهنې په برخه کې د یادو ستونزو په حلولو سره به د زده کونکو لپاره د ښوونې او روزنې لا ښه زمینه برابره شي.

د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي، په دغه ولایت کې د پوهنې د ستونزو د شریکولو له امله د ډایکنډي ولایت له سیمه ییزو چارواکو نه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په ټول هیواد کي په ځانګړي توګه لیرې پرتو سیمو کې د کیفیت لرونکی زده کړې چمتو کول د پوهنې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي

اوهڅه کوي د ډایکنډي ولایت د پوهنې په برخه کې شته ستونزې ژر تر ژره حل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS