په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۸/۷ - ۱۱:۵۴
fgsd

پروان:
د پروان ولایت د پوهنې ریس مفتي محمد حسن حقاني، له مل پلاوي سره په ګډه د نیازي، پایروکي، نسوان سرخ، عبدالرووف حجت، نسوان فاطمه الزهرا، ذوالفقار، نسوان صغرا، زینب ترکمن، خدری، نسوان علي خاني، زینب لولنج او غلام.عباس د دې ولایت د سرخ پارساي ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې په بېلابېلو برخو کې لازمې لارښوونې وکړې.
په یو بل خبر کې:
د پروان ولایت د مرکز چاریکار ښار په صادقي لېسه کې د پوهنې او عامې روغتیا د مسوولینو په ګډون د لاس مینځلو ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه. د دې ولایت د پوهنې ریس مفتي محمد حسن حقاني د پاکۍ او پاکوالي په اړه خبرې وکړې او له استادانو یې وغوښتل، چې زده کوونکو ته د اسلام د سپیڅلي دین له نظره د پاکوالي په اړه معلومات ورکړي.
غزني:
د غزني ولایت د پوهنې ریس مولوي محمد منیر منصور د سویډن کمیټې له مسوولینو سره وکتل.
د غزني د پوهنې رئیس د دې کمېټې د مرستو د مننې پرمهال له دوی سره د غزني د پوهنې ستونزې شریکې کړې او د حل په موخه یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه، چې هغوی هم مثبت ځواب ورکړ
خوست:
د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ریاست د څارنې پلاوي خوست ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت د پوهنې له مسوولینو سره یې وکتل.
 د دغه سفر په ترڅ کې راغلي پلاوي خپل د څارنې پلانونه یې د دغه ولایت د پوهنې له مسوولینو سره شریک کړل.
لغمان:
د لغمان ولایت د پوهنې د څارنې کمېټې غړو په جلا جلا ګروپونو کې د دغه ولایت د ښاري حوزو د قرغیو ولسوالۍ له ښوونځیو څخه څارنه وکړه او لازمې مشورې یې ورکړې.
کابل:
د کابل ولایت د پوهنې ریاست د مسوولینو د اړتیا پر اساس د دغه ولایت د قرباغ ولسوالۍ د درې تنو لېسو آمرین په خدمتي شکل سره تبدیل شول.
د قرباغ ولسوالۍ د پوهنې مسوولینو په دولتي ادارو کې بدلون او تغییر یو اصل وباله او د یادو لیسو آمرینو ته یې د بریاوو هیله وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي په پروان کې د درېیو ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي پروان ولایت ته د یوه ورځني سفر په ترڅ کې د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۵
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي څلور درسي ټولګي او لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز اړوند شهرکهنه ښوونځي څلور ترمیم شوي درسي ټولګي او یو نوی جوړ شوی د والیبال لوبغالی، د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه چارې د زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

په هرات کې یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د هرات ولایت د ادرسکن، کرخ، کشک کهنه، چشت شریف او اوبې ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو ۱۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

BACK TO NEWS