په میدان وردک ولایت کې د ۷۰ زره زده کوونکو تر منځ د معارف ستوري سیالۍ ګتونکي وستایل شول

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۵ - ۱۱:۲۵
په میدان وردک ولایت کې د ۷۰ زره زده کوونکو تر منځ د معارف ستوري سیالۍ ګتونکي وستایل شول

د پوهنې وزارت_میدان وردک: د میدان وردک ولایت د پوهنې رياست اړوند ۷۰ زرو زده کوونکو ترمنځ د ۱۳۹۸ لمريز کال د معارف ستوري سیالی تر سره شوه چې وروستي پړاو ته یې څلورو لار موندلې وه.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د غازی کریم خان د ِغونډو په تالارکې جوړه شوي وه د یاد ولایت پوهنې رييس دکتور محمد سعید منصور په ۱۳۹۸ کال کې د میدان وردک ولایت د پوهنې ریاست لاسته وړونو په هکله د غونډی ګډون والو ته معلومات وړاندې کړل زیاته یی کړه : کال کې د نیالګیو کېنولو پراګرام څخه را نیولې تر معارف ستوري سیالۍ ۱۸ برنامې د ولایت په کچه جوړې کړي چې ۷۰ زره زده کوونکو په کې برخه اخیستې ده.
په غونډه کې دمیدان وردګو والي ډګر جنرال مظفرالدین يمين ترڅنګ دولایتي شورا رئیس الحاج اختر محمد طاهري، انجینر سیدالرحیم ستار او پوهنې رئیس پخپلو ویناوو کې د معارف ستوري سیالۍ ګټونکو، کورنیو او پوهنې کارکونکو ته د سیالۍ مبارکي وویله د میدان وردګو معارف پروره ولسونو په سختو شرایطو کې مبارزه کړې او د پوهنې بهیر يې فعال ساتلی.
دازموینې په وروستي پړاو کې ښاغلي زاهدالله د بخت جان زوی دچک ولسوالۍ نورالمدارس ښوونځي څخه لومړي، زبیدالله د امان الله زوی له نرخ ولسوالۍ خالد بن ولید لیسې څخه دویم، سباوون د قدرت الله زوی له مرکز میدان ښار سیدجماالدین خصوصي لیسې څخه درېم او اجمل د ګلاب زوی جغتو ولسوالۍ ګوربت ليسې څخه څلورم مقام خپل کړ.
د معارف ستوري سیالۍ لومړي مقام ګټونکې ته د ملي سوداګر حاجي نذیر وردګ لخوا یو کرولا موټر، ولایت مقام له لوري څلورو زده کوونکو ته نغدي ډالۍ، حاجي خوشال وردګ، د کلي عامه کتابتون مشر مجیب الرحمن محمودي، ذبیح الله فضلي او پوهنې رياست له لوري بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.
په یاده غونډه کې د ښاغلي والي صیب سربېره، ولایتي شورا رییس او غړو، ادارو رییس صاحبانو، نظامي مسؤلینو، قومي مشرانو، ملي پانګوالو، پوهنې کارکوونکو، ښوونکو، زده کوونکو، ګڼ شمېر مشرانو، ځوانانو او خویندو ګډون کړی وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS