په میدان وردګ ولایت کې د ساینسي مضمونونو ښوونکو لپاره مسلکي سیمینار ترسره شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۵:۲۴
5415

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست روزونکو لخوا د یاد ولایت نرخ ولسوالۍ اړوند د ساینسي مضمونونو ۹۰ تنو ښوونکو لپاره ۱۲ ورځني روزنیز پروګرام پیل شو، چې موخه یې په فزیک، ریاضي، کیمیا او بیولوژي مضمونونو کې د ښوونکو عملي وړتیاوې لوړول دي.

د یاد سیمینار په جریان کې به ښوونکي د پورته ذکر شویو مضمونونو په عملي تجربو بلد او د مسلکي ښوونکو تر څارنې لاندې به د پوهنې ریاست په مرکزي لابراتوار کې عملي روزنه ترلاسه کړي.

د پوهنې چارواکو په وینا، دا هڅې د ساینس څانګې د ښوونکو مسلکي کچې لوړولو لپاره کېږي، ترڅو هغوی وکولی شي په خپلو اړوندو ښوونځیو کې عملي او مؤثر تدریس ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS