په میدان وردګ ولایت کې د یو باب دارالاېتام بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۱۳
.,
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، په داسې حال کې چې د میدان وردګ ولایت والي قاري بختیار معاذ، پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت، د سیمه ییزو ادارو مسئولینو او د یاد ولایت علماء کرامو حضور درلود، په مرکز میدان ښار کې د امام ابوحنیفه «رحمه الله » دارالاېتام د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودله.
دغه دارالاېتام چې په ۸ جرېبه ځمکه کې جوړېږي، د نورو اړینو ملحقاتو تر څنګ، یو محراب جومات به هم ولري چې د ۸۰۰ تنو لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت به لري.
د یاد دارالاېتام د جوړولو لګښت ۸۰۰ زره ډالره اټکل شوی، چې د ملي سوداګر، م.جاهدینو او د معارف دوسته خلکو له لوري تمویلېږي.
مسئولینو په خپلو خبرو کې د هېواد د بچیانو په ځانګړې توګه د یتیمانو او بې وزله ماشومانو د سالمې روزنې او پالنې په برخه کې د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزارت د هلو ځلو په هکله خبرې وکړې او د ښوونیزو بنسټونو ټولو کارکوونکو او استادانو ته یې لارښوونه وکړه، تر څو د هېواد راتلونکی نسل په اسلامي روحیه وروزي.
نورو ويناوالو هم په هېواد کې د ښوونيزو مرکزونو د پراختيا او د خپلو ماشومانو لپاره د زده کړو د آسانتياوو برابرولو په برخه کې د پوهنې وزارت له پاملرنې مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

د څه د پاسه ۱.۳ مېلیونه افغانیو په لګښت، کابل ښار اړوند یو باب ښوونځي کې ۶ درسي خونې ورغول شوې

د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د محمد فاروق منځني ښوونځي لپاره د درسي ټولګيو جوړولو پروژه، چې څه موده وړاندې د پوهنې د یوې همکارې ادارې له لوري د یو مېلیون ۳۰۵ زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت پیل. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې په برخه کې د میدان وردګ ولایت د خلکو مالي مرستې دوام لري

د میدان وردګ ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوند د غازي بابا لومړني ښوونځي ته د ۹۰۰ سعودي ريالونو په ارزښت د دې ولسوالۍ د يو شمېر اوسېدونکو له خوا چې په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي، مرسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۱:۶
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۰۳ لمریز کال لړم میاشتې ولایتي سفرونو راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس الحاج مولوي جمعه خان"سروري" او ورسره مل پلاوي د لړم میاشتې له لومړۍ تر ۲۶ مې نېټې د هېواد ۹ شمالي( بغلان، کندز، تخار، بدخشان، بلخ، جوزجان، سرپل،. . .

BACK TO NEWS