په ننګرهار ولایت کې د پوهنې د ځینو همکارو بنسټونو او خلکو مرستې دوام لري

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۱:۲۳
14

* د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ د پوهنې په برخه کې يو مرسته کوونکې بنسټ، د ياد ولایت په پنځو ولسوالیو کې د لویانو لپاره د سواد زده کړې ۶۶ درسي ټولګي فعاله کړي او ټاکل شوې ده، چې د ۹ میاشتو په اوږدو کې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د لوستلو، لیکلو او حساب برخو زده کړې ورکړي.

* د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د پوهنې دوستو وګړو د کپتان بابا منځني ښوونځي لپاره د ۳۶۰۰ افغانیو په ارزښت ۵ تختې فرشونه وپېرل.

* د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د بایزید خېلو لېسې ته د ۲۶۰۰ افغانیو په ارزښت د اوبو ۲۰۰ متره پایپونه وپېرل او د يادې لېسې ادارې ته یې وسپارل.

* د ننګرهار ولایت په سور خرود ولسوالۍ کې د پوهنې یو شمېر ملاتړو د شهید آدم خان لېسې لپاره د خښتو او ودانیزو توکو مرسته وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

په خوست ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره ۱۱پایې کمپیوټرونه وپېرل شول

د خوست ولایت مرکز اړوند « دازاد مېنې ښوونځي» د ښوونیزې شورا لخوا د یاد ښوونځي لپاره ۱۱ پایې کمپیوټرونه د ۲۵ زره افغانیو په لګښت وپېرل شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۳
Background image

د کونړ ولایت له پوهنې ریاست سره د درسي مرستندویه توکو مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د کونړ ولایت له پوهنې ریاست سره د زده‌کوونکو د قرطاسیې، د ښوونکو د ښوونیزو توکو او د ښوونځیو د اداري موادو په برخو کې مرسته وشوه.
په دغو مرستو کې ۳۳۱۷ کڅوړې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۰
Background image

د کابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د کابل ولایت له پوهنې ریاست سره ۱۰۷۳ کڅوړې درسي موادو مرسته شوې وه، چې د ټاکل شوې سهمیې له مخې د یاد ولایت د بګرامي، خاک‌جبار، موسهي، پغمان او چهاراسیاب. . .

BACK TO NEWS