په ننګرهار کې د ماشومانو چمتوالې دورې (وړکتون) په معیارونو د نظرغوښتنې ورکشاپ پیل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۶ - ۱۰:۲۱
په ننګرهار کې د ماشومانو چمتوالې دورې (وړکتون) په معیارونو د نظرغوښتنې ورکشاپ پیل شو

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د پوهنې، کار او ټولینزو چارو او عامې روغتیا وزارتونو ګډې جوړې شوې کمېټې له لورې په ننګرهار ولایت کې د پوهنې ریاست او نورو اړونده ادارو کارمندانو ته د ماشومانو مخکې له زده کړو (وړکتون) دورې لپاره د سټنډرډونو په پرمختګ نظر غوښتنې او تثبیت دوه ورځنې ورکشاپ پیل شو.
د ورکشاپ په پرانیسته کې د ننګرهار پوهنې رییس حسیب الله شینواري وویل:د چمتوالي( وړکتون) دوره ماشومانو سره د ښوونځي په زده کړو کې اساسي مرسته کوي، د وړکتون دوره ماشوم له مور لرې زده کړیز چاپیریال سره اشنا کوي، چې د ښوونځي په دوره کې پر ماشوم د نوي چاپیریال فشار نه وي.
پوهنې رییس وویل د ماشومانو د استعدادونو را برسیره کولو لپاره باید له بېلا بېلو میتودونو کار واخېستل شي، ترڅو د هر ماشوم د زده کړو استعداد لوری او برخه مالومه شي.
په غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو ریس او د عامې روغتیا ریاست مرستیال هم په خپلو خبرو کې د وړکتون دورې په ارزښت وغږیدل.
دغه ورکشاپ چې د دروګونو وزارتونو د ګډې کمېټې د غړو له لورې دایر شوی، چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د پوهنې ریاست او نورو اړوندو ادارو له مسولینو او مسلکي کارمندانو سره د وړکتون دورې لپاره په نوو جوړو شوو معیارونه بحث وکړي او د دوی نظریات به واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS