په ننګرهار کې د ښځو نړیوالې ورځې نمانځنې په موخه د نجونو زده کوونکو تر منځ د رسامۍ سیالي تر سره شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۸ - ۱۱:۲۹
په ننګرهار کې د ښځو نړیوالې ورځې نمانځنې په موخه د نجونو زده کوونکو تر منځ د رسامۍ سیالي تر سره شوه

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ښځو نړیوالې ورځې نمانځنې په موخه د ښځو د حقونو او پیاوړتیا مرستندویه ادارې (مشارکت) په مرسته د جلال اباد ښار د نجونو زده‌کوونکو تر منځ د رسامۍ سیالي تر سره شوه.
په دې سیالې کې د جلال اباد ښار اړوند د نجونو لسو لېسو بي بي حوا، بي بي زینب، الایي، نازوانا، بي بي عایشې، نصرت، عبدالرحیم نیازي، ملکه حمیرا، تجروبوي او انګیزی شینوارې پنځوس تنو زده کوونکو برخه اخیستې وه.
د سیالۍ په پېل کې د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال سید عیسی سادات په خپلو خبرو کې د مرسته کوونکې ادارې نه مننه وکړه چې د نجونو د پوهې کچې د لوړولو په موخه یې خورا ارزښتمن پروګرام چمتو کړی و. هغه وویل په سیالۍ کې برخه اخیستوونکو زده کوونکو په خپلو رسامیو سره وښودله چې دوی د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالي ته نه ویلې او میرمنو ته د هغوی د حقونو د ورکړې غوښتونکو دي.
د ښځو د حقونو او پیاوړتیا ادارې (مشارکت) مشرې میرمن مریم ذاهد په خپلو خبرو کې د پوهنې ریاست له مشرتابه نه مننه وکړه چې تل یې د ښځو د حقونو او د هغوی د پیاوړتیا او عامه پوهاوي لپاره زیار ګاللی دی. اغلې ذاهد وویل هغه انځورونه چې په دې سیالی کې یې بریالي ګڼل شوي دخلکو د پوهاوي لپاره د ښار په واټونو او له ګڼې ګوڼې په ډکو سیموکې پر دیوالونو رسامي کړي. دمراسمو په پاې کې دالایي، بي بي حوا او نصرت د نجونو لېسو چې په دې سیالۍ کې بریالۍ شوې وې ډالې وویشل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS