په نیمروز ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۵:۴۷
152

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار په شریف آباد سیمه کې د جمال الدین عرب لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې مسئولینو، سیمه ییزو مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو په جضور کې کېښودل شوه.

د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد حقاني په وینا، دغه ودانۍ چې ۸ درسي خونې، احاطوي دېوال، د څښاک پاکو اوبو ۲ څاګانې او نور اړین ملحقات به ولري؛ د برادران نورزاد سوداګریز شرکت په مرسته څه د پاسه ۲ مېلیونه افغانیو لګښت سره په ۱۵۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړېږي.

د نیمروز ولایت پوهنې رئیس وویل چې د همدغه ښوونځي جوړولو سره به د ځایی زده‌کوونکو ستونزې حل شي او د ښوونځي له چارواکو او زده‌کوونکو یې وغوښتل چې د ښوونځي په ساتنه او پالنه کې جدي هلې ځلې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پورته ذکر شوي شرکت تل د پوهنې ریاست سره همکاري کړې او په دې وروستیو کې یې په یاد ولایت کې د سیادک لومړني ښوونځي لپاره ځمکه اخیستې او ورته یې ودانۍ رغولې، چې د ۶۰۰ تنو ماشومانو لپاره یې ښوونیزې آسانتیاوې برابرې کړې.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنیز نظام لپاره د هېوادوالو او ملي سوداګرو له مادي او معنوي ملاتړ څخه خوښي څرګنده او په دې برخه کې د هغوی کړنې ستایي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۵
Background image

د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند احیاءالعلوم الامنیه مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د دوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۳
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د پنجشېر ولایت دره، آبشار، حصه اول او پریان ولسوالیو اړوند د ساینس او ریاضي مضمونونو۱۱۲ تنو ښوونکو لپاره د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړونې شپږ ورځنۍ برنامه جوړه شوه.
د دغې برنامې موخه د. . .

BACK TO NEWS