په نیمروز ولایت کې یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ و پېرل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۷
45

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار کلوخک کلي اړوند د اخترمحمد خان لومړني ښوونځي لپاره یوه ودانۍ د یاد ولایت یو تن علم‌پرور شخصیت محترم الحاج نظیراحمد نورزاد له لوري وپېرل شوه.
پورته ذکر شوې ودانۍ له اساسي بیارغونې، درسي موادو او اړینو تدریسي وسایلو له برابرولو وروسته، د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د نیمروز ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګل احمد حقاني په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس په خپلو خبرو کې د نوموړي علم‌پرور شخصیت دغه نېک اقدام وستایه او زیاته یې کړه، چې پوهنې ته د دغې ودانۍ په ډالۍ کولو سره د سیمې سلګونو ماشومانو ته مناسب تعلیمي چاپېریال  برابر شو.
د یادونې وړ ده، د ښوونځي دغه ودانۍ د ۱۵ لکه افغانیو په لګښت پېرودل شوې، چې ۸ درسي ټولګي، یوه اداري خونه او نورې اړینې اسانتیاوې لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د یو دارالحفاظ لپاره جومات جوړ شو

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند د انوارالعلوم دارالحفاظ لپاره د یو محراب جومات جوړولو چارې په دې وروستیو کې بشپړې او د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغه پروژه چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۱۴
Background image

د کابل ولایت په ګل‌درې ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د کابل ولایت ګل‌درې ولسوالۍ اړوند د کدوله لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ د ۹ میلیونه ۸۵۶ زره او ۹۲۱ افغانیو په لګښت جوړه شوې وه، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۸
Background image

په پکتیا ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ اړوند د حبیب‌الله زرمتي لېسې لپاره د یوه کتابتون جوړولو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې مسووینو په حضور کې کېښودل شوه.
دغه کتابتون چې د ۲ میلیونه او ۸۸۰ زره. . .

BACK TO NEWS