په هرات ولایت کې د پوهنې وزارت د سرپرست په حضور کې د ا/مارت پېژندنې سیالي تر سره شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۹:۳۷
123

 د ا/مارت پېژندنې په هغه سیالي کې چې د هرات ولایت د ۲۵ ښوونځیو د ۸۰۰ زده کوونکو ترمنځ په لاره اچول شوې وه، پکې د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، د یاد ولایت والي، پوهنې رئیس او رهبرۍ ګډون درلود.
د آزموينې مراسم د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شول او ورپسې د یاد ولايت
پوهنې رئيس مولوي رحمت الله جابر، د پوهنې وزارت سرپرست او مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د  یادې آزموينې د پيل د موخو او لارو چارو په اړه يې ګډونوالو ته معلومات ورکړل. 
په ورته مهال د پوهنې وزارت سرپرست په خپله ارزښتناکه وینا کې د دغو سیالیو په پیلیدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: د ځوانانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ د دا ډول سیالیو په لاره اچول به د ا.ا.ا.په اړه د هغوی پوهاوی او د هېواد په سیاسي نظام د هغوی باور لا زیات کړي. 
دغه راز نوموړي زده کوونکي د هېواد د راتلونکي جوړونکي وبلل او له هغوى یې وغوښتل، چې د هېواد د نېکمرغه بچيانو په توګه دې د .ا.ا.ا. د وړاندې شويو پلانونو د پلي کولو په لاره کې هر اړخيزه مرسته وکړي او د خپل وېجاړ هېواد د آبادۍ او پرمختګ په لار کې په خپل ټول توان سره فعاله ونډه واخلئ.
دهرات ولايت مرستيال مولوي مهاجر فراهي په خپلو خبرو کې دښوونځيو دزده کوونکو ترمنځ دعلمي سياليو دجوړولو ستاينه وکړه او ويې ويل چې دغه ډول سيالۍ دهغوى دپوهې په لوړولو کې ډيرې اغيزمنې دي .
د هرات ولايت د پوهنې مسئولين وايي، د یادو سياليو  پر ممتازو ګډون والو به د هغوی د هڅونې په موخه ډالۍ هم ووېشل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS