په هرات ولایت کې د ښوونځیو د مدیرانو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۲۸
2121

د «اغېزمنې زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی د مسلکي ظرفیت لوړونې ورکشاپ د هرات ولایت د مرکز سربېره د انجیل، گذره، رباط‌سنګي، کرخ، اوبه او پښتون زرغون ولسوالیو د پوهنې اړوند ۱۴۵ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس، مولوي محمد رحماني، وایي چې د ورته روزنیزو پروګرامونو جوړول د مدیرانو او سرښوونکو د مسلکي وړتیاوو په لوړولو کې مهم رول لري او په ښوونځیو کې د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي لپاره زمینه برابروي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایي چې د دغې ازموینې لپاره ۱۳۰ تنو ماشومانو نوم. . .

BACK TO NEWS