په هرات ولایت کې ۲۸ ښوونځي بیا پرانیستل شول

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۱ - ۹:۵۷
په هرات ولایت کې ۲۸ ښوونځي بیا پرانیستل شول

د پو هنې وزارت، هرات: د هرات ولایت د پوهنې ریاست په هلو ځلو اته ویشت ښوونځي چې په تیرو څو کلونو کې د بیلابیلو لاملونو له امله په لرې پرتو ولسوالیو کې تړل شوي وو یوځل بیا پرانیستل شول.

د هرات د پوهنې ریاست د تعلیمی څارنې آمر غلام حبیب نیک خواه په وینا، دا ښوونځي په ادرسکن، ګذره، ګلران، زیر کوه، کهسان، کوه زور، پشت کوه او زاول ولسوالۍ کې دي چې د بیلا بیلو لا ملونو له امله له تیرو څلورو کلونو راهیسې تړلي وو.

د هرات د پوهنې رییس، زکريا رحیمي وايي: د ښوونځي جوړونې ټولنیزه ټولنه چې د هرات ولایت د خیریه سوداګرو لخوا پر مخ وړل کیږي دا منلې چې د روان ښوونیز کال تر پایه به د ۴۰ تنو ښوونکو تنخواه (معاش) د یادې ټولنې لخوا ورکول کیږی.

په لیرې پرتو ولسوالیو کې د دې ښوونځیو پرانیستل په هرات کې د پوهنې لپاره د یوې لویې لاسته راوړنې سربیره، زرګونو زده کونکو ته مناسب ښوونیز چاپیریال برابر کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS