په هرات کې زدهکوونکو لپاره ۴۵۰ مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې
د هرات ولایت پوهنې ریاست د شته امکاناتو د اغېزمنې کارونې، د بیتالمال د ساتنې او د ښوونځیو د اړتیاوو پوره کولو په موخه، د روان کال له پیل راهیسې د زړو او خرابو مېزونو او څوکیو د بیارغونې بهیر پیل کړی.
د دغه بهیر په دویم پړاو کې، ۴۵۰ مېزونه او څوکۍ تر ترمیم وروسته ګټې اخیستنې لپاره چمتو شوې او ټاکل شوې ده، هغو ښوونځیو ته ووېشل شي چې د مېزونو او څوکیو له کمښت سره مخ دي.
د هرات پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني وایي چې دغه ریاست هڅه کوي د شته امکاناتو په کارولو او د زړو وسایلو په ترمیم سره د ښوونځیو اړتیاوې تر خپله وسه پوره او زدهکوونکو ته د زدهکړې مناسب چاپېریال برابر کړي.
