په هرات کې له یوې لېسې سره د څه کم ۵۰۰ زره افغانیو مرسته شوې
د هرات ولایت مرکز اړوند شیرین عظیم لېسې د تعلیمي وضعیت لاښه والي په موخه، د پوهنېدوستو کسانو او د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا غړو له لوري ۴۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
پورته ذکر شوې مرسته د زدهکوونکو لپاره د ۱۲۰ مېزونو او څوکیو په جوړولو، د پاکو اوبو ژور څاه په کیندلو او د اوبو د ذخیره کولو په موخه د یوه ټانکر په برابرولو لګول شوې ده.
