په هلمند ولایت کې له دوه بابه ښوونځیو سره د لابراتوار وسایلو مرسته وشوه
د هلمند ولایت علم پرور شخصيت محترم ډاکټر محمد خان خروټي، د ۱۸۱ زره افغانیو په ارزښت ۱۲۸ قلمه لابراتواري توکي او وسایل د یاد ولایت د وزیر محمد اکبر خان او ډاکټر محمد خان خروټي لېسو ته وقف کړل.
د ياد ولایت پوهنې رئیس، محترم الحاج محمد عوض انصاري، د نوموړي شخصیت د دغې ارزښتناکې مرستې له امله مننه او ستاینه وکړه او له خلکو یې وغوښتل چې له پوهنیز بهیر سره خپلو همکاریو او ملاتړ ته دوام ورکړي.
