په هلمند کې د نجونو یو ښوونځۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۶ - ۱۱:۵
په هلمند کې د نجونو یو ښوونځۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند ولایت پوهنې ریاست اړوند د چاه انجیر په سیمه کې د نجونو لپاره یو شپاړلس ټولګیزه ودانۍ ګټي اخستني ته وسپارل شوه.

په جوړو شویو مراسیمو کې د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان، د پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، د ښار جوړونې سرپرست او یو شمیر ښوونکو برخه درلوده.

هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د ښوونځي د ودانۍ د پرانستي پر مهال وویل چي د خوښۍ ځای دی چې نن ورځ د چاه انجیر سیمه کې د نجونو د زده کړو لپاره زمینه برابر وو او په دې برخه کې یې د ښار جوړوني او پوهنې وزارتونو مننه وکړه چي د همدې ښوونځۍ په جوړولو کي یې ورسره نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کړي دي.

یاسین خان د زده کوونکو، ښوونکو، او ټولو کورنیو غوښتنه وکړه چي د جوړ شوي ښوونځي په ساتنه کې خاصه پاملرنه وکړي.

د پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري وویل چي یاده ودانۍ په پاخه او اساسی په دوو پوړنو کې د ښار جوړونې وزارت لخوا د ۲۶ میلیونو ۴۴۱ زره افغانیو په مجموعي لګښت د یوه کال په موده کې جوړه شوې، چي ۱۲ تدریسي ټولګي، ۲ اداری خونې، لابراتوار او کمپیوټر لیب خونې، ۱۰ بابه تشنابونه او د احاطي دیوال اونور اړوند تولې ښوونیږي آسانتیاوي لري.

د پوهنې رییس وویل چې اوس مهال ټول هلمند کي د ۷۵ ښوونځیو د جوړونې چارې رواني دي او لا هم هڅه روانه ده تر څو ټولو ښوونځیو ته ودانۍ جوړي کړي.

د هلمند پوهنې رئیس د ښوونځۍ د ښه ساتلو تر څنګ غوښتنه وکړه چي کورنۍ دي د ښوونځۍ عمر لرونکي انجوني یادي ښوونځۍ راولیږئ تر څو وروسته تر زده کړو دوی خپلو کورنیو ته د ملي ارزښتونو سره وسپارو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS