په هلمند کې ۱۱۷۳ پایې زاړه مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې
د هلمند ولایت پوهنې ریاست له لوري په ښوونځیو کې ۱۱۷۳ پایې زاړه مېزونه او څوکۍ ترمیم او بېرته ګټې اخیستنې ته چمتو شوې.
د مسوولینو په وینا، د یادو مېزونو او څوکیو د ترمیم بهیر د بیتالمال د شتمنیو د غوره ساتنې، له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د پوهنې په بودیجه کې د سپما په موخه ترسره شوی دی.
