په ولايتونو کې د پوهنې ریاستونو مهمو خبري پيښو لنډيز
غزني:
د غزني ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد منیر منصور، دې رياست ته د بشري سرچینو نوي مدير مومن خان، چې د پوهنې وزارت مقام ته مخکې وړانديز شوي وو، د دې رياست پرسونل او کارکوونکو ته وروپيژندل شووـ
دايکنډي:
د دایکندي ولایت د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست استازي د یاد ولایت د پوهنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل او هغوی ته یې د اسلام سپیڅلي دین د احکامو رعایتولو لارښوونه وکړه.
ننگرهار:
د دارالحفاظونو د طالبانو ترمنځ علمي سیالۍ: دارالقراء، شهید محمد هاشم میوند وال،فیض القرآن، دارالقرآن، دارالقرآن فتح آباد،فاروقیه بهسود او شهید خان دارالحفاظونو کې علمي سيالي په لاره واچول شوي ـ
نیمروز:
١- د نيمروز ولايت د پوهنې رياست د اداري او تدريسي کارکوونکو د ارزونې بهير د دغه ولايت د پوهنې رٸيس مولوي يارمحمد حقيار په مشرۍ د ولايتي کمېټې له خوا پيل شو.
٢- د پوهنې ریاست رهبرۍ غونډه د دغه ولایت د خصوصي ښوونځیو له مسوولینو سره جوړه شوه. د دې غونډې موخه د خصوصي ښوونځيو د ستونزو حل او زده کوونکو ته د زده کړو اسانتياوې برابرول وو.
٣- د ياد شوي ولايت د پوهنې رٸيس مولوي يارمحمد حقيار د نيالګيو ايښودلو په کمپاين کې برخه واخستله او د کمپاين د پرانيستې په موخه يې يو نيالګي کيښودلو.
٤- د ياد ولایت مقام په مشرۍ اداري غونډه جوړه شوه چې په دغه ولایت کې د کاري پلانونو تطبیق او د پوهنیز بهیر د پیاوړتیا په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.
کاپیسا:
د کاپیسا ولایت د پوهنې رياست د تعليم او تربيي مرستیال استاد خان اغا هارون په مشرۍ یوه پلاوي د تګاب او اله سای ولسوالیو له مدارسو او ښوونځیو څخه لیدنه وکړه.
لغمان:
په لغمان ولایت کې د بادپښ ولسوالۍ د ګروچ ښوونځي زده کوونکو لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو.
