په ولایتونو کې د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۲ - ۱۰:۴۷
نگاهی مختصری به چند فعالیت معارف ولایات

سرپل:
د سرپل ولايت د پوهنې ريس مولوي محمد رحماني د بلخاب ولسوالۍ د پوهنې له مسوولينو، ديني عالمانو، امنيه قوماندان او قومي مشرانو سره وکتل.
نوموړي د بلخاب د پوهنې د ستونزو د ارزولو ترڅنګ د يادې ولسوالۍ د ښوونکو د روزنې او د فاطمې لېسې د ليدنې په ترڅ کې یې زده کوونکي او عام خلک د علم او پوهې زده کړي ته راوبلل.
کندز:
د پوهنې وزارت د رهبرۍ د پرېکړې له مخې مولوي سید آغا د ارچي ولسوالۍ د پوهنې د آمر په توګه معرفي شو.
د دې ولايت د پوهنې ريس مولوي محمد اسماعيل ابواحمد د ارچي د پخواني آمر مولوي شېرمحمد حقيار د نېکو کارونو ستاینه وکړه او مولوي سيد اغا د پوهنې نوي آمر ته یې د برياليتوب هيله وکړه.
لغمان:
د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالمالک صدیقي د یوې غونډې په ترڅ کې د دې ولسوالۍ د پوهنې له مسوولینو وغوښتل چې د پوهنې د پرمختګ او د دغه وزارت د قوانینو د تطبیق په برخه کې خپلې ټولې هڅې وکړي.
فاریاب:
په فاریاب ولایت کې د عزيزان د نجونو لېسې الحاقیه د پوهنې د مسوولينو، د کډوالو چارو، په کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر، د زده کوونکو د والدينو، ښوونکو او زده کوونکو په ګډون د يوې غونډې په ترڅ کې پرانيستل شوې.
دغه الحاقیه ۶ درسي ټولګي لري، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ولایتي دفتر په مالي مرسته او د پوهنې ریاست د انجینرۍ ټیم تر څارنې لاندې د دارالمعاد ساختماني شرکت له خوا بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په یو بل خبر کې:
په فاریاب ولایت کې د لاس مینځلو نړیواله ورځ په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.
په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د ابوعبید جوزجاني په لېسه کې جوړه شوې وه، د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو رئیس د پوهنې د وزیر د پیغام د لوستلو په ترڅ کې د فردي او ټولنیزې پاکوالي په ارزښت خبرې وکړې

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي په پروان کې د درېیو ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي پروان ولایت ته د یوه ورځني سفر په ترڅ کې د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۵
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي څلور درسي ټولګي او لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز اړوند شهرکهنه ښوونځي څلور ترمیم شوي درسي ټولګي او یو نوی جوړ شوی د والیبال لوبغالی، د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه چارې د زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

په هرات کې یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د هرات ولایت د ادرسکن، کرخ، کشک کهنه، چشت شریف او اوبې ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو ۱۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

BACK TO NEWS