په پکتیا کې له دیني علماءکرامو او مهتممینو سره د پوهنې وزارت مشرتابه مشورتي غونډه جوړه شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۸
4

د دیني مدارسو د ښوونیز کیفیت لوړولو، د درسي نصاب د غوره تطبیق او د اداري چارو تنظیم په موخه، په پکتیا کې د پوهنې وزارت د مشرتابه، علماءکرامو او د دیني مدارسو د مهتممینو مشورتي ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت‌الله آخندزاده، د مالي او اداري چارو معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، د پکتیا والي محترم ملا مهرالله حماد، د وزارت یو شمېر ښاغلو رئیسانو، د پوهنې مسوولینو او د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو د دیني مدارسو علماءکرامو ګډون درلود.
په پیل کې د دیني مدارسو او دارالحفاظونو رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف ثاقب وویل چې د یادې ناستې موخه د دیني مدارسو کیفیت په اړه د نظرونو تبادله او د ښوونیز بهیر لا ښه والي لپاره د ګډو لارو چارو موندل دي.
ورپسې د اسلامي زده‌کړو معین، د ښوونیزو بنسټونو د سالمې او معیاري ښوونې پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د ښوونې او روزنې د بهیر لا پیاوړتیا لپاره د پوهنې مسوولینو، علماءکرامو او ټولنې ګډه همکاري اړینه ده.
نوموړي د اسلامي زده‌کړو معینیت لاسته‌راوړنې هم له ګډونوالو سره شریکې کړې.
همدارنګه، د پوهنې وزارت د مالي او اداري چارو معین، د شریعت له نظره د ادارې، مدیریت، نظم او کنټرول په اړه معلومات وړاندې کړل او د اسلامي ارزښتونو په ساتنه، د زده‌کوونکو په سالمه روزنه او د علم په پراختیا کې یې د علماءکرامو رول مهم وباله.
د ناستې په پای کې ګډونوالو د پوهنې وزارت د مسوولینو له هڅو مننه وکړه او دا ډول ناستې یې د دیني مدارسو د کیفیت ښه والي لپاره اغېزمنې وبللې.
وروسته د دیني مدارسو د کیفیت او معیارونو په اړه اته‌مادیزه پوښتنپاڼه له ټولو علماءکرامو سره شریکه شوه، څو د سوېل ختیز زون په کچه د دیني مدارسو د کیفیت او معیارونو په اړه د هغوی نظرونه راټول او د پوهنې وزارت له رهبرۍ سره شریک شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۳:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت د نوې اداري ودانۍ بنسټ ډبره نن د پوهنې وزارت مسوولينو، ځينو مرکزي رٸيسانو، علماء کرامو او یو شمېر نورو مېلمنو په حضور کې کېښودل شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ودانیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

په بغلان کې د ۱۵۰ تنو ښوونکو او سرښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه

د بغلان ولایت په مرکز سربېره ډنډغوري او بغلان مرکزي ولسوالیو کې د ښوونځیو د ۱۵۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او نویو ګومارل شویو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه ښوونیزه او روزنیزه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

په بامیان ولايت کې ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو لپاره یوولس ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د بامیان ولایت د پوهنې مسوولینو له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې روزنیز فرصت څخه په اعظمي. . .

BACK TO NEWS