په پکتیکا ولایت کې د ښوونځیو شورا غړو لپاره د تعلیمي سیمینارونو لړۍ پیل شوې ده

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۲
zc

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست، د مرستندویه ادارو په همکارۍ، په یاد ولایت کې د ښوونځیو شورا له ۵۰۰ تنو څخه زیاتو غړو لپاره تعلیمي سیمینارونه پیل کړي دي، چې د دغه پروګرام په منځپانګه کې د خلکو ګډون، ټولنیز تحرک او هغه ماشومان چې له زده‌کړې څخه پاتې دي، تعلیمي مرکزونو ته جذبول شامل دي.

د یادونې وړ ده چې مخکې هم د پکتیکا ولایت د ښوونځيو ۲۲۸ تنو آمرینو او مدیرانو لپاره ورته سیمینارونه ترسره شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۲۴
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو «اوونیز راپور»

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، د یاد وزارت د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد درسونه په نورمال ډول روان وو.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۲۴
Background image

په هلمند ولایت کې د ۱۱ بابه ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې

د هلمند ولایت په ۱۱ بابه ښوونځیو کې، له پوهنې سره د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته د ۱۰۹ مېلیونه ۸۸۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت نوې ودانۍ جوړې او په رسمي ډول د پوهنې مسئولینو، سیمه‌ییزو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۲۴
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین له یو شمېر مرکزي ریاستونو څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا، ښوونیز نصاب او ساینس مرکز ریاستونو څخه لیدنه وکړه او د یادو ریاستونو له مسئولینو او. . .

BACK TO NEWS