په پکتیکا ولایت کې ۲۵۰ پایې مېزونه او څوکۍ ښوونځیو ته ووېشل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۲:۲
425

د پوهنې وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو ښوونځیو ته ۲۵۰ پایې مېزونه او څوکۍ وېشل شوي دي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وايي، د دغو مېزونو او څوکیو وېش اساسي موخه، د زده‌کوونکو لپاره د مناسب درسي چاپېریال برابرول او د هغوی اساسي اړتیاوو پوره کول دي.
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت څو ورځې وړاندې هم ۱۰۰۰ پایې مېزونه او څوکۍ د همدغه ولایت ښوونځیو ته وېشلې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۳۴
Background image

په پکتیکا کې د زده‌کوونکو ترمنځ د ساینس علمي سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت په سروبي، اومنې او سرروضې ولسوالیو کې د ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د ساینس په برخه کې د المپیاد علمي سیالۍ ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې زده‌کوونکو خپلې علمي او ساینسې پروژې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۳۲
Background image

په سرپل کې د ښوونځیو لپاره ۱.۶ میلیونه افغانۍ ولسي مرسته راټوله شوې

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ پوهنې آمریت د ۱۴۰۵ لمریز کال د دویمې ربعې په ترڅ کې، د سیمې د خیرخواه خلکو، د ښوونځیو د مدیرانو او آمرینو او د ښوونیزو شوراګانو د غړو په همکارۍ، د ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۸
Background image

د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس د فاریاب له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د فاریاب ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ولایت د پوهنې له مسوولینو سره. . .

BACK TO NEWS