په ځینو ولایتونو کې د "صرف او نحوې" علمي سیالۍ پای ته ورسېدې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۲۳
6548

څه موده وړاندې، د هلمند، بغلان، کونړ او نیمروز ولایتونو د مدارسو او دارالعلومونو د طلابو ترمنځ د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت او د یادو ولایتونو د پوهنې ریاستونو مسئولینو په حضور کې د "صرف او نحوې" علمي سیالۍ ترسره شوې، چې تر شپږو ورځو سختو رقابتونو وروسته پای ته ورسېدې.
د چارواکو او مسئول پلاوي لخوا د ترسره شویو ارزونو وروسته پایلې اعلان او په پای کې، د سیالیو ممتازو او ګټونکو ګډون‌والو ته د مسئولینو لخوا ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت چارواکو وویل چې د پورته ذکر شویو سیالیو له پیلولو یې اساسي موخه د ځوانانو د استعدادونو وده او د هغوی د علمي لاسته راوړنو پیاوړتیا ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS