په کابل ولایت کې د ۱.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت یو باب دارالاېتام ورغول شو
د کابل ولايت پوهنې مسئولين وايي، د یاد ولايت موسهي ولسوالۍ د اوسېدونکو په مالي ملاتړ يو باب دارالاېتام جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د اهل صفه دارالاېتام چې د ۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت سره په همدې ولسوالۍ کې د اهل صفه مدرسې د یتیمانو او بې وزله طلابو لپاره جوړ شوی، درسي ټولګي او ټولې ښوونیزې آسانتیاوې لري.
د پوهنې وزارت رهبري د کابل ولایت موسهي ولسوالۍ د خلکو له مالي ملاتړ څخه مننه کوي.