په کابل ولایت کې ۱۰۲ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شوه
د کابل ولایت پوهنې ریاست د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د جذب په موخه، د ازموینو د شپږم پړاو په ترڅ کې له ۱۰۲ تنو راستنېدونکو ماشومانو څخه د سويې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د پوهنې مسوولینو ویلي: "د دغې ارزونې موخه د ماشومانو د زدهکړې کچې معلومول دي، ترڅو د هغوی ښوونیز بهیر د زدهکړیزو وړتیاوو له مخې په منظم ډول دوام ومومي".
