په کابل ښار کې د درې بابه ښوونځیو بیارغاونې چارې بشپړې شوې
د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني، د درې بابه بیارغول شویو ښوونځيو د ودانیو پرانیستې پرمهال، په ورځني ژوند کې د علم او پوهې اهمیت او رول ته په اشارې سره څرګنده کړه، د کابل ښار څلورمې، لسمې او پينځلسمې ښوونیزو ناحیو اړوند د منوچهري، چمندې چهار قلعه، او وزیر آباد ښوونځیو د دودانیو بیارغونې چارې بشيړې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
نوموړي زياته کړه: د يادو پروژو ټولیز لګښت ٢ مېليونه ٧٥٨ زره ١٦٤ افغانۍ وو، چې د يو مرستندویه بنسټ له خوا ورکړل شوی دی.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد د پوهنې مینه والو او ملاتړو بنسټونو له مرستو مننه او قدرداني کوي.