په کندهار کي د ښوونځیو د زده کونکو تر منیځ د ستوري پېژندنې سیالۍ پایلې اعلان شوي
د پوهنې وزارت_کندهار: د کندهار د پوهنې ریاست او د ولایت د مقام په همکارۍ د افغان ستور پېژندني ټولني په نوښت د لومړي ځل لپاره په کندهار کي د ګالیله په نوم د ستوري پېژندني سیالۍ ترسره شوه.
د ستوري پېژندني په اړه د مقالو لیکلو یادي سیالۍ دکندهار ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۳۶ ښوونځیو ترمنځ ترسره شوي ، چي د ښار او ولسوالیو څخه نږدې ۱۰۰۰ تنو زده کوونکو خپلي مقالې وړاندي کړي وې او په پایله کي یې ۱۲ ښوونځیو د غوره مقالو لیکلو له مخي وروستي پړاو ته لاره پيدا کړه .
د پایلو د اعلان غونډه چي د کندهار پوهنتون د غونډو په تالار کي جوړه شوې وه، د ولایت مقام په ټولنیزو چارو کي مرستیال والي حاجي اغالالي دستګیري , د ولایت مقام بشري سرچینو رئيس جاویدالله سلطاني، د پوهني رئیس پوهنیار محب احمد روښان، یو شمیر ولسوالانو، په ولسي جرګه کي د ارزګان د خلکو استازې ګلالۍ محمدي، سلګونه ښځینه او نارینه زده کوونکو او د ښوونځیو مدیرانو ګډون کړی وو.
د غونډي په پیل کي د ولایت مقام ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغلالي دستګیري د افغان ستور پېژندني ټولني څخه مننه وکړه او خوښي يې وښوده، چي په دې ولایت کي د عصري زده کړو او ټکنالوژۍ سره بلدتیا لپاره هڅي کېږي.
همدارنګه د پوهني ریس پوهنیار محب احمد روښان د پوهني وزارت د ساینس مرکز د لوی ریاست او د ستوري پیژندني د مرکزي دفتر او مسوولینو څخه مننه وکړل چي د زده کوونکو د استعدادونو د پیاړتیا او د کیفیت د لوړیدا په موخه یې یاده سیالۍ په لار واچول ترڅو د لاري یې د زده کوونکو دفکري ودي ترڅنګ یې د زده کړي کیفیت رالوړ شي . دغه راز ښاغلي روښان د ښوونځيو د مسولینو څخه هم مننه وکړل چي په یاده برخه کي يې بشپړه همکاري وکړل . او وعده یې وکړل چي د زده کوونکو د تدرسي کیفیت د لوړیدا په موخه به خپلي هڅي دریغ نکړي.
وروسته د افغان ستور پېژندني ټولني مسؤل فهیم سپين غر وویل، د عصري علومو د دودولو په موخه یې له کابل، هرات او ارزګان وروسته په کندهار کي هم د ستوري پېژندني سیالۍ په لار اچولي، څو په دې برخه کي استعدادونه څرګند او د پوهني وزارت سره د پنځه کلن پرتوکول له مخي به ورته لازمي اسانتیاوي برابري کړي.
د غونډي په پای کي هغه ۱۲ ښوونځیو ته چي غوره مقالې یې ترتیب کړي وې، هري ښوونځۍ ته تصدیق پاڼه، یوه پایه تلسکوف او د ستوري پېژندني سل جلده کتابونه د مسؤلینو له لوري ورکړل شول.
