په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ۱۵ زره څخه زیات ښوونکي د خدمت دننه په دوه کلن پروګرام کې جذب شوي دي

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲

پوهنې وزارت_کابل: د روان لمریز کال په ترڅ کې ۱۵۵۵۶ دولتي او خصوصي ښوونکي د خدمت د ننه پرواګرام په لړ کې د هیواد په دارلمعلمینو کې جذب شوي دي.
دا ښوونکي چې ۸۰۱۴ تنه یې میرمنې دي په دوه کالو کې د ظرفیت لوړونې پرواګرامونو څخه د (ساینس، اجتماعیات، دری ژبې، پښتو ژبې، انګلیسي ژبې، اسلامیات، دریمې ژبې او مسلکي مضمونو) ګټه پورته کړي.
له بل لوري په ۱۳۹۸ لمریز کال کې ۳۶۰۷ تنه د دولتي ښوونځیو ښوونکي چې ۱۳۷۲ تنه یې میرمنې دي د ظرفیت لوړونې دوه کلن پروګرام یې سرته رسولۍ دي او د څوارلسم ټولګي د فراغت سند یې لاسته راوړۍ دي.
د ښوونکو ظرفیت لوړونې پروګرام کولای شي په مختلفو ښوونیزو دورو کې د ښوونیزو پروګرامونو په پلي کولو باندې ګټور تاثیر ولري.
پوهنې وزارت غوره ښوونې او روزنې ته د رسیدو په موخه د ظرفیت لوړونې ډول ډول پروګرامونه د دوه کلن پروګرام، د رشتې خلاف ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې، روزنیز، لنډ مهاله او اوږدمهاله پروګرامونه ترسره کړي او پلي کړی دي.
اوسمهال ۲۱۸۲۲۲ ښوونکي د پوهنې وزارت په رسمي بستونو کې د زده کوونکو په روزلو بوخت دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS