پوهنې وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ښوونکو روزنې ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې
پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر میرویس بلخي او د لوړو زده کړو وزارت د زده کړیالانو د چارو معین بري صدیقي، د ښوونکو روزنې ستونزو د حل په موخه لیدنه او خبرې اترې وکړې.
دا لیدنه چې پوهنې وزارت کې تر سره شوه، د ښونیز نصاب پراختیا معیني مرجان متین او همدارنګه د ښوونکو روزنې یو شمیر استادانو هم شتون درلود.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د اوسني حالت، شته ستونزو څیړلو، او د ښوونکو روزنې او دارالمعلمینو د ستونزو د حل په موخه د یوه ټول اړخیزه او د تطبیق وړ پروګرام پر جوړولو ټینګار وکړ.
