پوهنې وزارت د کورنیو او بهرنیو موسسو سره د ۹،۶ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د همکاري ۸ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزارت او دکورنیو او بهرنیو موسسو تر مینځ د ۹،۶ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د همکاري ۸ هوکړه لیکونه د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د مرسته کوونکو موسسو استازو په شتون کې لاسلیک شول.
دا غونډه نن د وږي ۱۱ مه پوهنې وزارت کې د رسنیو په شتون کې تر سره شوه.
پوهنې وزیر د یادو هوکړه لیکونو لاسلیک د درس ورکولو وړتیا ته وده ورکول، اداري او مسلکي، د ځایي ښوونیزو ټولګیو جوړول، د سواد زده کړي کورسونه، د ژوند مهارتونو او پوهاوي پروګرامونو او د چټکو زده کړو ټولګیو جوړولو په برخوکې یاد کړل.
ډاکتر بلخي د یادو هوکړه لیکونو لاسلیکولو موخه د وړتیا وده ورکولو له لاري په هیواد کې د ښوونې کیفیت پیاوړي کول او د ښوونیزو خدمتونو ودي له لارې د لرې پرتو او جګړه ځپلو سیمو ته د ښوونې او روزنې لپاره د غوره چاپیریال را مینځ ته کول یاد کړل.
لاندي د کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د ۸ هوکړه لیکونو معلومات د لیدو وړ دي:
۱ - د افغانستان لپاره د ناورې کمیټې بنسټ (NAC)
د ښوونځي نه وړاندې د زده کړو ۶ بابه ټولګیو جوړول،د ۶۰ بابه درسي ټولګیو او ۱۰ بابه تشنابونو بیارغونه او جوړول، د اوبو ۱۰ بابه څاه ګانو کیندل، د لوبو ۱۵ ډګرونو او ۱۵ باغچو جوړول، د ۱۰ بابه ښوونځیو لپاره د احاطوي دیوار جوړول،د درس ورکولو وړتیا ته وده ورکول،د ۱۳۵۰ تنو ښوونځيو شوراګانو غړو او د پوښښ لاندي ښوونځيو اداري کارکونکو مسلکي روزل،د ۱۲۰ تنو د ښوونځيو ښوونکو لپاره د خدمت د ننه پروګرامونو جوړول او د ښوونې او روزنې ۴ تنو استادانو لپاره د دکتورا بورسونو ورکول،د ښوونځيو لپاره د ۳۰ بابه کتابتونونو او ۳۰ بابه لابراتورونو جوړول.
ولایت: بدخشان، فاریاب، غزني او کابل په ۳ کلونو کې
بودجه: 4,547,269 امریکايي ډالره
مرسته کوونکي: د ناروي شاهي هیواد پراختیايي همکاریو اداره
۲- د جګړو څخه د زیانمن شویو ماشومانو لپاره د کاناډا موسسه (WCC)
په رسمي ښوونځيو کې د ۲۲۱ بابه درسي ټولګیو جوړول، د ۸۸۴ بابه ځايي ښوونیزو ټولګیو جوړول، د چټکو زده کړو لپاره د ۱۴۷ ټولګیو جوړول، ښوونځي څخه وړاندې د ۶۴ ښوونیزو ټولګیو جوړول، په جوماتونو کې د ۷۴ بابه ځايي ټولګیو جوړول او د ښوونځيو ۲۰۵ اداري شوارګانو جوړول او وده ورکول.
ولایت: هرات، سرپل او ارزګان په یوه کال کې
بودجه: 402,177,918 افغانۍ
مرسته کوونکۍ: ECW
۳- د نړیوال معاونت غړي موسسه (IAM)
په ۱۹ بابه ښوونځيو کې د زده کوونکو لپاره د ژوند مهارتونو ۱۰ غونډو چمتو کول او د سولې ترویج لپاره د ۱۰ غونډو جوړول
ولایت: کابل ښار د یوه کال لپاره
بودجه: 4،648،879 افغانۍ
مرسته کوونکۍ: Mennonite Central Committee
۴- د نۍ قلعه موسسه (NQA)
د ښوونځي نه وړاندې د ۱۴ بابه ښوونیزو ټولګیو جوړول
ولایت: بامیان د یوه کال لپاره
بودجه: 26,795 دالر امریکایی
مرسته کوونکۍ: د نۍ قلعه مرکزي موسسه
۵- د افغانستان مرکزي سیمو سوکالي موسسه (CAWC)
د ټولو لوازمو سره د یو ۶ ټولګي ښوونځي جوړول
ولایت: بامیان په ۷ میاشتو کې
بودجه: 13,762,281 افغانۍ
مرسته کوونکي: UNHCR
۶- ستاسو غږ موسسه (YBO)
د ۱۹ بابه سواد زده کړو کورسونو او د روغتیايي زده کړو او ښوونې او روزنې په موخه د پوهاوي پرواګرامونو چمتو کول
ولایت: ننگرهار په ۲ کلونو کې
بودجه: 4,825,200 افغانۍ
مرسته کوونکۍ: GVC
۷- د کوار موسسه (CoAR)
د ځايي زده کړو ۱۱۰ بابه ټولګیو جوړول
ولایت: غزنی او کابل په یوه کال کې
بودجه: 20,495,628 افغانۍ
مرسته کوونکۍ: UNICEF
۸- د شهدا موسسه (SHUHADA)
ښوونې او روزنې ته د عادلانه لاسرسي او د ملي ستراتیژیک پلان موخو لاسته راوړلو لپاره د پوهنې وزارت او شهدا موسسې ترمینځ د همکاریو پراخول
ولایت: د افغانستان ټول ولایتونه په ۵ کلونو کې
