پوهنې وزارت کې د اساسي قانون له اونۍ څخه لمانځنه شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲
پوهنې وزارت کې د اساسي قانون له اونۍ څخه لمانځنه شوه

د پوهنې وزارت_کابل: پوهنې وزارت کې د اساسي قانون له اونۍ څخه د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې لمانځنه وشوه، په دې غونډه کې د پوهنې وزارت مشرتابه ترڅنګ، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اساسي قانون پر پلي کولو د نظارت خپلواک کمسیون غړي دوکتور سید ابوبکر متقي او د پوهنې وزارت یو ډير شمیرکارکوونکو ګډون ګړۍ وو.
په پیل کې د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معین دوکتور محمدابراهیم شینواري راغلو میلمنو ته یې ښه راغلاست وویل او د افغانستان اساسي قانون یې د محتوا له اړخه یو مکمل قانون یاد کړ او ویې ویل: د افغانستان اساسي قانون نه یواځې زمونږ په خپل هیواد کې، بلکه په نړۍ او سیمه کې د اساسي قوانینو څخه دۍ چې د اسلام سپیڅلي دین له لارښود سره یوشان د افغانستان د اوسیدونکو د قانوني او دیموکراتیکو حقونو ټول اړخونه تأمین او تضمین کړی دي.
په دوام کې د پوهنې وزارت پر مکلفیتونو او دندو باندې د نظارت خپلواک کمسیون غړي دوکتور سید ابوبکر متقي د ښوونیز حالت ښه والي او د زده کړو حق په تړاو یې خبرې وکړې او یو شمیر وړاندیزونه یې پوهنې وزارت ته وړاندې کړل.
د پوهنې وزارت لوړ رتبه مشاور دوکتور اسدالله محقق جهاني د هیواد اساسي قانون د ګټو او په پوهنې وزارت کې یې د پلي کولو په تړاو معلومات ورکړل او د پوهنې وزارت، ښوونیز نصاب او د یاد وزات په ټولو عملیاتي برخو کې د ستراتیژیکو پلانونو په جوړولو او تصویب په موخه د اساسي قانون له احکامو څخه له ګټه اخیستلو ډاډ ورکړ.
ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت سرپرست او د اسلامي زده کړو رئیس مولوي استاد محمد شعیب صیقل، د اسلام سپیڅلي دین له نظره د افغانستان اساسي قانون محتوا څخه یې ټول اړخیزه ارزونه وکړه او ویې ویل چې پوهنې وزارت ژمن دۍ ترڅو خپلې ټولې طرحه شوي پروګرامونه د اساسي قانون د موادو په رڼا کې جوړ او ترتیب کړي لکه څرنګه چې د ښوونیز نصاب په ګډون د پوهنې وزارت تطبیقي او عملیاتي پلانونه د اساسي قانون د موادو او احکام مطابق ترتیب، تصویب او پلي کولو ته وړاندې کړي دي.
دا غونډه په هیواد کې د سرتاسري سولې د راتلو په هیله پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS