پوهنې وزیر د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ د ښوونې او روزنې ستونزو د حل او څار ژمنه ورکړه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۵ - ۹:۵۵
پوهنې وزیر د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ د ښوونې او روزنې ستونزو د حل او څار ژمنه ورکړه

پوهنې وزارت-کابل: پوهنې وزیر ډاکترمحمدمیرویس بلخي د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ د یو شمیر مشرانو سره په لیدنه کې، د یادې ولسوالۍ د ښوونې او روزنې ستونزو پر حل او څارنې ژمنه وکړه.
دا لیدنه چې پوهنې وزارت کې تر سره شوه؛ د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ یو شمیر مشرانو د پوهنې وزیر سره د ښوونې او روزنې ستونزې شریکې او د یادو ستونزو د حل او څار غوښتونکي شول.
د پوهنې وزارت مشرتابه د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ د ښوونې او روزنې د شته ستونزو له اوریدو ورسته ژمنه وکړه چې د یادو ستونزو د له مینځه ورړلو لپاره به جدي کړنې تر سره کړي.
د دې لیدنې په پاي کې، د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ راغلو مشرانو په افغانستان کې د پوهنې حالت ښه والي څخه یادونه وکړه او د پوهنې وزیر غوره فعالیتونه يې وستایل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS