پوهنې وزیر د فراه ولایت له یو شمیر مشرانو سره وکتل

media-moe
جمعه ۱۳۹۸/۵/۱۱ - ۱۱:۱۲
پوهنې وزیر د فراه ولایت له یو شمیر مشرانو سره وکتل

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د فراه ولایت له یو شمیر مشرانو سره وکتل.
د دې لیدنې موخه چې نن د زمري ۱۰ مه پوهنې وزارت کې تر سره شوه، د ښونیزو خدمتونو ښه والي په موخه د فراه ولایت مشرانو او مخورو تر مینځ د ډیرې همغږي راوستل او د ښوونې او روزنې په برخه کې د شته ننګونو څیړل وو.
ډاکتر بلخي ولایتونو ته د پوهنې وزارت په پاملرني، او په ټول افغانستان کې ښوونیزو خدمتونو ته د یوشان لاسرسي په موخه ټینګار وکړ، او یاده یې کړه چې د ښوونځيو شوراګانو او ولسي شوراګانو هڅې په دي برخه کې اثر لرونکې دي.
د دې لیدنې په دوام کې پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د فراه ولایت ښوونې او روزنې ستونزي واوریدي او ژمنه يې وکړه چې د دې ستونزو د څار او حل په موخه به جدي کړنې تر سره کړي.
د فراه ولایت مشرانو د پوهنې ښه والي په موخه خپل وړاندیزونه د پوهنې له وزیر ډاکتر بلخي سره شریک کړل، او د افغانستان ښوونې او روزنې په برخه کې یې د پوهنې وزارت مشرتابه مثبتې کړنې وستایلې.
د یادونې وړ ده چې په فراه ولایت کې امنیتې ستونزې، او په مرکز او ولسوالیو کې د ماشومانو په ځانګړي ډول د نجونو وضعیت په اړه اندیښنې د دې لیدنې د بحث مهم ټکي وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS