پوهنې وزیر د لویې شمالي د ځوانانو له سراسري شورا سره وکتل
پوهنې وزارت ــ کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د لویې شمالي ځوانانو د سراسري شورا له رئیس رامش شمال او د یادې شورا له یو شمیر غړو سره وکتل.
دا لیدنه چې د پوهنې وزارت په کوربتوب ترسره شوه، د شمالي ولایتونو لکه پروان، پنجشیر او کاپیسا ولایتونو د ښوونې او روزنې اوسني حالت په اړه څیړنه او خبرې اترې وکړې.
پوهنې وزیر د لویې شمالي د ځوانانو سراسري شوار یې د ښوونې او روزنې همکار یاد کړل او ټینګار يې وکړ چې پوهنې وزارت د غوره اصلاحاتو راوړلو په برخه کې د فعاله ځوانانو او مدني ټولنو فعالانو څار او همکارۍ ته اړتیا لري.
پوهنې وزیر همدارنګه ټینګار وکړ چې پوهنې وزارت یو ولسي، غیر سیاسي او ټولګټو وزارت دې او د پوهنې لسیزې لویې موخې په همدې لاره کې ترتیب شوي دي.
د لويې شمالي د ځوانانو سراسري شورا د پوهنې وزارت مشرتابه له غوره کړنو څخه د ستاینې ترڅنګ، د شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول د کاپیسا، پروان او پنجشیر ولایتونو د ښوونیزو خدمتونو د ښه والي لپاره خپل وړاندیزونه له ډاکتر بلخي سره شریک کړل
