پوهنې وزیر د مشرانو جرګې د شکایتونو اوریدلو کمسیون له لوري وستایل شو
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د مشرانو جرګې د شکایتونو اوریدلو د کمسیون له لوري د ډاکتر زلمي زابلي په مشرۍ وستایل شو.
د مشرانو جرګې د شکایتونو اوریدلو کمسیون د دې ستاینې موخه د پوهنې وزارت له لوري د خلکو ستونزو د اوریدو او حل کیدو څخه یاده کړه.
پوهنې وزیر په دې غونډه کې د خلکو شکایتونو ثبت کولو لپاره د یوه روښانه او راڼه میکانیزم له جوړیدو او پر وخت هغو ته د رسیدو څخه خبر ورکړ.
ډاکتر بلخي، پوهنې وزارت یې یو ولسي او د ټولګټو وزارت یاد کړ او ویې ویل چې د پوهنې وزارت مشرتابه په ټولو برخو کې د خلکو د شکایتونو او وړاندیزونو له اخیستلو او رسیدلو لپاره چمتووالۍ لري.
د مشرانو جرګې د شکایتونو اوریدلو کمسیون رئیس ډاکتر زلمي زابلي د خلکو غږونو د اوریدلو او د شکایتونو د څار او ځانګړې پاملرنې لپاره د پوهنې وزارت له غوره کړنو څخه خوښي وښوده او د هیواد ښوونې او روزنې ښه والي په موخه یې یاد کمسیون د پوهنې وزارت همکار یاد کړ.
