پوهنې وزیر د ناروې هیواد لپاره د افغانستان له سفیر سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۷ - ۱۵:۳۱
پوهنې وزیر د ناروې هیواد لپاره د افغانستان له سفیر سره وکتل

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د ناروې هیواد لپاره د افغانستان له سفیر یوسف غفورزي سره د لیدنې ترڅنګ د ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
دا لیدنه چې د پوهنې وزارت په کوربه توب تر سره شوه، داکتر بلخي د ښوونې او روزنې په برخه کې د ناورې هیواد له اغیزمنو همکاریو څخه یادونه وکړه او په نورو هیوادونو کې د هیواد ښوونې او روزنې لپاره د افغانستان سیاسي څانګو په ډيره پاملرنه ټینګار وکړ.
پوهنې وزیر همدارنګه د ناروې هیواد لپاره د افغانستان له سفیر څخه وغوښتل چې د مشارکت، نصاب پیژندونکو متخصصینو استولو او د محرومو او لرې پرتو سیمو ښوونکو لپاره د مرسته شویو معاشونو په برخه او همدارنګه په افغانستان کې د ۸۰۰۰ هغو ښوونځيو ودانیو جوړولو په موخه چې ودانۍ نلري مرسته وکړي.
یوسف غفورزي په دې لیدنه کې د پوهنې وزیر د کړنو ستایلو ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د افغانستان ماشومانو ښوونیزو خدمتونو ښه والي په ګټه به په یادو برخو کې د پوهنې وزارت سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۵۲
Background image

د کاپیسا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست کارکوونکو لپاره د سواد زده‌کړې ټولګی جوړ شو

په ټولنه کې د سواد کچې لوړولو او د بې سوادۍ له منځه وړلو په موخه، د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د ۱۲ تنو کارکوونکو لپاره د سواد زده‌کړې ټولګی جوړ کړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۵۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې له راستنېدونکو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت د پالیسۍ پر بنسټ، د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست له ۳۴۵ تنو راستنېدونکو کډوالو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.

یاده ازموینه چې د ولایتي پوهنې ریاست د ټاکل شوي پلاوي تر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۴۳
Background image

فاریاب ولایت کې د بي بي حفصه «رضی الله عنها» لومړني ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حمیدالله ارشاد او د یاد ولایت د علماوو شورا رئیس په حضور کې، د ګرزیوان ولسوالۍ اړوند بي بي حفصه «رضی الله عنها» لومړني ښوونځي ودانۍ په رسمي. . .

BACK TO NEWS