پوهنې وزیر له خبرورلو پرته د یاد وزارت د بشري سرچینو ریاست له مراجعینو سره وکتل.

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۰ - ۱۲:۵۱
پوهنې وزارت- کابل: د هیواد پوهنې وزیر ډاکترمحمد میرویس بلخي له مخکې خبر ورکولو پرته د یاد وزارت د بشري سرچینو ریاست ته لاړ او د مراجعینو په مینځ کې حاضر شو. د دې لیدنې موخه، د یادې ساحې د مراجعینو حالت ته د ډکتربلخي لاس رسۍ، د حساب ورکونې سیستم چک کول، او د نومړي ریاست د کارکوونکو له خوا د مراجعینو سره د دوی حالت معلومول وه. پوهنې وزیرپه دې موضوع ټینګار وکړ چه پوهنې وزارت د خلکو د یوې ادارې په توګه دا باید تل خلکو او په ځانګړي توګه مراجعینو ته د ستاینې وړ وي. ډاکتربلخي په دې لیده کې له یو شمیر مراجعینو سره

پوهنې وزارت_کابل: د هیواد پوهنې وزیر ډاکترمحمد میرویس بلخي له مخکې خبر ورکولو پرته د یاد وزارت د بشري سرچینو ریاست ته لاړ او د مراجعینو په مینځ کې حاضر شو.
د دې لیدنې موخه، د یادې ساحې د مراجعینو حالت ته د ډکتربلخي لاس رسۍ، د حساب ورکونې سیستم چک کول، او د نومړي ریاست د کارکوونکو له خوا د مراجعینو سره د دوی حالت معلومول وه.
پوهنې وزیرپه دې موضوع ټینګار وکړ چه پوهنې وزارت د خلکو د یوې ادارې په توګه دا باید تل خلکو او په ځانګړي توګه مراجعینو ته د ستاینې وړ وي.
ډاکتربلخي په دې لیده کې له یو شمیر مراجعینو سره ځان ځان ته خبرې وکړې، او د بشري سرچینو دریاست کارمندانو ته يې د مراجعینو د کارونو ښه ترسره کولو لپاره اړینې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړده چې پوهنې وزیر لا دمخه د پوهنې وزارت له یوشمیر نورو ریاستونو څخه هم پرته له خبر ورکولو څخه لیدنې کړې لکه د شهادتونو ریاست څخه لیدنه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایي چې د دغې ازموینې لپاره ۱۳۰ تنو ماشومانو نوم. . .

BACK TO NEWS