پکتیا ولایت کې د یوه لومړني ښوونځي د ودانۍ جوړلو چارې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۴:۲۱
زرذ

د پکتيا ولايت سيد کرم ولسوالۍ کې د "بوکر" د لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې پکې د پوهنې رئيس او مشرتابه، ديني علماوو او مشرانو ګډون درلود، کېښودل شوه.
د یاد ښوونځي ودانۍ ۶ درسي خونې له نورو له اړینو ملحقاتو سره لري او ټولیز لګښت ۲ میلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د پکتیا ولایت د حداد فرهاد فرهنګي بنسټ له لوري ورکول کېږي.
د پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد او د يادې ولسوالۍ يو شمېر مشرانو په خپلو خبرو کې، د دغه فرهنګي بنسټ له مسئولينو څخه د مننې ترڅنګ وويل، د ښوونيزو بنسټونو جوړول له ټولنې څخه د ناخوالو په له منځه وړلو او د يوې اغېزمنې ټولنې په رامنځته کولو کې د پام وړ نقش لري او دا د صدقه جاریه اعمالو څخه ګڼل کېږي.
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي خوښ دي، چې د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به د دوی د ماشومانو د درسي ټولګیو د نشتوالي ستونزه هواره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS