پکتیا ولایت کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې مدرسې جوړولو کارونه پیل شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۱۶
dshkljs

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت پر یوې وقف شوې ځمکې باندې چې شاوخوا یو نیم مېلیون افغانۍ ارزښت لري، د مدینة القرآن دیني مدرسې نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې چارواکو او مسئولینو لخوا کېښودل شوه.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې پوهنې مسئولینو، د علماوو شورا درنو چارواکو او د سیمې د خلکو استازو ګډون درلود.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي په خپله وینا کې وویل: د خلکو په همکارۍ به هڅه وکړي، چې طلابو او زده‌کوونکو ته معیاري تعلیمي چاپېریال برابر کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS