پکتیا پوهنې ریاست ته (۲۵۲۳۲) ټوکه تدریسي کتابونه و رسېدل

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۱۰:۴۷
اضافه از 25 هزار جلد کتب درسی به ولایت پکتیا رسید

د پوهنې وزارت، پکتیا: د زده کونکو لپاره د نورو تدریسي اسانتیاو د برابرولو ترڅنګ د درسي کتابونو چمتو کول، د پوهنې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.

دې موخې ته د ۱۴۰۰ نوی تعلیمي کال په درشل کې ، زده کونکو ته د کتابونو لاسرسي په موخه ۲۵۲۳۲ ټوکه درسي کتابونه پکتیا ولایت ته واستول شول او د ویشلو لړۍ یې پیل شوه.

د پکتیا ولایت د پوهنې رییس استاذ کوچي ځاځي د کتابونو د وېش په غونډه کې وویل: د یادو کتابونو له جملې څخه ( ۱۱۳۶۲) جلده د عمومي تعلیماتو او (۱۱۳۶۲) جلده یې د اسلامي زده کړو د برنامي لپاره دي.

نوموړي زیاته کړه: مونږ تل هڅه کوو، چې د تدریس په مقابل کې پراته خنډونه له منځه یوسو او له هرې ممکنې لارې په استفادې د خپلو کار کوونکو او خاصتاً د زده کوونکو مشکلات او ستونزې را کمې کړو.

پوهنې رییس وویل: هڅه مو دا ده، چې هر څومره زر کیږي، خپل پاتې کمبود کتابونه هم پوره او د خپلو ګلالیو زده کوونکو په واک کې یې ور کړو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۸
Background image

د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره څو لنډ خبرونه

پنجشېر
  د یوه علم‌پرور شخص لخوا د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت د پنجشېر ولایت مرکز اړوند له بي بي آمنې لېسې سره د ۱۹۸ ټوکه درسي کتابونو، یو پایه کمپیوټر او یو پایه پرنټر مرسته وشوه.

 لوګر
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۲ میلیونو افغانیو څخه په زیات لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت شهربزرګ ولسوالۍ اړوند بریخم لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ چې په اساسي او پاخه ډول د ۱۲. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په خوست ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره کړې، چې له مخې یې ټولټال ۸۶۴ تنه زده کوونکي ښوونځیو او ۳۵. . .

BACK TO NEWS