پکتیا کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۴ - ۹:۴۶
پکتیا کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا ولایت د ځمکنیو ولسوالۍ د بهرام خیلو لومړي ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډ‌بره د نوموړي ولایت د پوهنې ریاست او ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مسوولینو لخوا کېښودل شوه.

په یادو مراسمو کې ولسواال زیتون ګل منګل په خپلو خبرو کې د سېمې د آبادی، سمسورتیا او بېارغونې په برخه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت کړنې وستايلې. او د دې تر څنګ يې د سېمې له خلکو د امنیت خوندیتوب او دولت سره د پروژو پلې کولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د یاد ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په یو پوړ کې د ۱۵ میاشتو په موده کې دشاوخوا ۲۰ میلونو افغانیو په لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لخوا جوړیزي، چي د ۶ درسي خونو سربېره کمپوټر لب، کتابتون، اداري خونه، د ساتونکو خونه، د برېښنا او اوبو مجهز سیستمونه او احاطی دېوال هم پکې شامل دي.

د یادولو وړ ده، چې د ښوونځي د نوې ودانۍ له جوړېدو او پرانېستو سره به د یادې سیمې سلګونو نجونو او هلکانو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS