پکتیا کې د ۱۷بابه ښوونځیو لپاره د کمپیوټر مجهز ټولګي جوړ شوي
د پکتیا ولایت ځاځي اریوب، زرمت، احمدآباد او احمدخېل ولسوالیو په ۱۷بابه ښوونځیو کې د سیمې د خلکو او علمپالو کسانو په همکارۍ، د ۴ میلیونه او ۳۴۷ زره افغانیو په لګښت د کمپیوټر مجهز ټولګي جوړ شوي دي.
د پوهنې مسوولینو په وینا، د یادو ټولګیو لپاره ټولټال ۳۳۰ کمپیوټرونه، ۱۲ پروجکټورونه، ۸ لویې پردې، ۳۰۷ مېزونه، ۶۱۳ څوکۍ او نور اړین وسایل او تجهیزات هم برابر شوي دي.
